د رواد د ژباړې مرکز — 310

19:65 د اسمانو، زمكې او هغو شيانو رب دى چې ترمنځه يې دى نو هماغه ولمانځه او په عبادت يې ټينـګ اوسه آيا د هغه كوم هم (سيال) درته معلوم دى؟

19:66 او وايې انسان (کافر) کله چې زه مړ شم نو آیا بیا به ژوندی راویستلی شم؟!

19:67 آیا انسان ته نه دي یاد چې یقینا موږ له دې مخکې پیدا کړی و او دې هیڅ نه و.

19:68 نو ستا په رب دې قسم وي چې دوى او شيطانان به ټول راغونډ كړو او بيا به يې په ګونډو جهنم نه راچاپېر كړو.

19:69 بيا به له هرې ډلې نه هر هغه راوباسو چې د رحمن (ذات) په مقابل كې زيات سركښ وي.

19:70 بيا موږ په هغو كسانو دېر ښه پوه يو چې تر ټولو زيات په هغه كې د غورځېدو وړ وى.

19:71 او په تاسو كې هېڅوك داسې نشته چې هغه ته ورتلونكى نه وي، دا ستا د رب په غاړه يوه فيصله شوې خبره ده.

19:72 بيا به موږ هغه كسان وژغورو چې ځان ساتنه (تقوا) يې كوله او ظالمان به په ګونډو غورځېدلي پكې پرېږدو.

19:73 او كله به چې هغوى ته زموږ څرګند اّيتونه لوستل كېدل نو كافرانو به مومنانو ته ويل: له دې دواړو نه كومه يوه ډله د غوره حالت او شانداره مجلس والا ده؟

19:74 حال دا چې له دوى مخكې مو څومره ډېر داسې قومونه تباه كړي دي چې په سامان او (ظاهري) ډول سينګار كې له دوى دېر غوره وو.

19:75 ورته ووايه: څوك چې په بې لاريتوب كې وي نو هغه ته رحمن مهلت وركوي، تر دې چې هغه څه وګوري كوم چې وعده يې ورسره كيږي، يا عذاب (په دنيا كې) يا قيامت، نو بيا به وپوهيږي چې د چا بده مرتبه او كمزورې ډله ده.

19:76 او څوك چې په سمه لار برابر شوي، هغوى ته الله نور هم هدايت ورزياتوي، او ستا د رب پر وړاندې پاتېدونكې نېكۍ هم په ثواب كې غوره دي او هم د انجام په اعتبار.