مختصر تفسیر
يَخَافُونَ رَبَّهُم مِّن فَوْقِهِمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ ۩ ﴿٥٠﴾
او دوی سره د هغه د عبادت او همیشه تابعداري څخه چې دوی پکې دي بیا هم د خپل هغه رب څخه ویریږي چې په خپل ذات او قهر او بادشاهۍ سره د دوی نه بره دی، او دوی کوي هغه نیکي چې د دوی رب ورته پرې امر کوي.