مختصر تفسیر
وَيَقُولُونَ سُبْحَـٰنَ رَبِّنَآ إِن كَانَ وَعْدُ رَبِّنَا لَمَفْعُولًا ﴿١٠٨﴾
او وايي په خپلو سجدو کې: پاک دی رب زمونږ د وعده خلافۍ نه، نو هغه چې کومه وعده کړې د رالیږلو (پیغمبر کیدلو) د محمد صلی الله علیه وسلم نو هغه خامخا پوره کیدونکې ده، یقینا وعده د رب زمونږ په دې کار سره او په نورو سره خامخا پوره کیدونکې ده.