مختصر تفسیر
أَوْ تُسْقِطَ ٱلسَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَيْنَا كِسَفًا أَوْ تَأْتِىَ بِٱللَّهِ وَٱلْمَلَـٰٓئِكَةِ قَبِيلًا ﴿٩٢﴾
یا دا چې راوغورځوي په مونږ باندې اسمان -لکه تا چې بیان کړی- ټوټي ټوټي د عذاب په ډول، او یا راولې الله تعالی او ملاېکې ښکاره تر څو چې دوی ګواهي ورکړي تا لره په ريښتنولۍ د هغه څه کې چې ته یې دعوه کوې.