×
سبأآیت 42

مختصر تفسیر

فَٱلْيَوْمَ لَا يَمْلِكُ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ نَّفْعًا وَلَا ضَرًّا وَنَقُولُ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا۟ ذُوقُوا۟ عَذَابَ ٱلنَّارِ ٱلَّتِى كُنتُم بِهَا تُكَذِّبُونَ ﴿٤٢﴾

د راپاڅېدو او حساب په ورځ به باطل معبودان د هغه چا لپاره د هيڅ ګټې واک نه لري چې په دنيا کې يې هغوی عبادت کولو او نه به هغوی لره د زيان واک لري او موږ به هغو خلکو ته چې پرځانونو يې د کفر او ګناهونو له امله ظلم کړی ووايو: هغه اور وڅکئ چې تاسو يې په دنيا کې درواغ ګڼونکي واست.