مختصر تفسیر
لَهُۥ مُلْكُ ٱلسَّمَـٰوَٰتِ وَٱلْأَرْضِ ۖ يُحْىِۦ وَيُمِيتُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍ قَدِيرٌ ﴿٢﴾
يوازې هغه لره د آسمانونو او ځمکې پاچايي ده، هغه چې د چا ژوندي کول وغواړي ژوندی کوي يې، او چې د چا مړه کول وغواړي مرګ ورکوي، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، له هيڅ شي څخه نه بې وسې کيږي.