×
الحشرآیت 20

مختصر تفسیر

لَا يَسْتَوِىٓ أَصْحَـٰبُ ٱلنَّارِ وَأَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ ۚ أَصْحَـٰبُ ٱلْجَنَّةِ هُمُ ٱلْفَآئِزُونَ ﴿٢٠﴾

دوزخيان او جنتيان سره برابر نه دي، بلکې هغوی په بدله کې سره توپير لري لکه په دنيا کې چې په کړنو کې توپير و، جنتيان د هغه څه په ترلاسه کولو بريالي دي چې لټول يې، او له هغه څه خوندي دي چې ترې ډارېدل.